Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي له خپل ترکمن سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي موضوعات غږېدلی

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ته د دغه هېواد وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري او د رېل پټلۍ پر پراختیا او په دغه برخه کې د ترکمنستان د پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف سره وکتل.

سرچېنې لیکلي چې په دې کاري ناسته کې چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د دیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.

متقي په دغه لېدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ او راتګ زیاتوالی د نژدې او دوستانه اړیکو ښکارندويي کوي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ او مالونو انتقالاتو کې د زیاتوالي په موخه باید افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل ته د ترکمنستان د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې راشي.

خبرپاڼه کې راغلی، متقي له ترکمن لوري مننه وکړه چې د افغانستان د رېل پټلۍ پرسونل ته یې معیاري روزنه ورکړې او هیله یې څرګنده کړه چې افغان محصلینو ته د ترکمنستان بورسيې زیاتي شي.

خبرپاڼه کاږي، متقي صاحب د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل په تړاو د افغانستان د هر اړخیز چمتووالي په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او هیله یې څرګنده کړه چې په نژدې راتلونکي کې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل پرانیزي.

د متقي په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د بهرني سیاست یوه اساسي ستن اقتصادمحوري ده چې په سیمه‌ییز اقتصادي اتصال تمرکز لري او د افغانستان د لویو لارو او رېل پټلۍ جوړول د امارت په لومړیتوبونو کې دي او له ترکمن لوري یې غوښتي چې د تورغنډۍ - هرات ښار او اندخوی - شبرغان پر لور تر مزارشریف پورې د رېل پټلۍ د لیکې د غځولو په برخه کې پانګونه وکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار پر ټولو اړوندو مسایلو له خپله اړخه رڼا واچوله.

ښاغلي رشید مُرَدوف وویل، افغانستان سره یې د هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب دی او دواړه ټیمونه به کار وکړي چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل تګ راتګ کې...

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د ترکمنستان د د بهرنیو چارو وزیر مُرَدوف تیاری وښوده چې افغان محصلینو ته د برښنا، رېل پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخه کې بورسيې ورکړي.

مُرَدوف ویلي، هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې کافي کار کړی دی او ددواړو هېوادونو مشترک ټیمونه به کار کوي ترڅو په لنډ راتلونکي کې افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل وشي ځکه چې  ټاپي لویه پروژه ده او ترکمنستان ته ستراتیژيک اهمیت لري.

د هغه په خبره،  د دوی ټیمونه هرات کې کار کوي چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت پورته شي ترڅو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته برېښنا لا زیاته شي.

هغه زیاته کړې چې  د افغانستان پر لور د وسپنې پټلۍ غځونه یې هېواد ته ستراتیژیک اهمیت لري او تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده، دواړه تخنیکي ټیمونه به کار ته ادامه ورکړي ترڅو ژر یې د کار پرانیسته وشي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې یو ورځنیو کاري مذاکراتو کې د لاجوردو لارې په پراختیا هم خبرې وشوې او هوکړه وشوه چې په نژدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د لاجوردو لار د مسیر پنځه ګونو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې همدا راز غونډه شوې چې په لوړه کچه پر اړوندو برخو ګډ کار ته ادامه ورکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د ګټو په برخه کې ستر عملي ګامونه پورته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.