فیضاباد (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي مسوولینو د محصلینو د تحقیقاتي وړتیاوو لوړولو په موخه د دغه ولایت د پوهنتون او کرنې ریاست ترمنځ د یوه هوکړهلیک له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
د بدخشان د کرنې رییس قاري قطبالدین دهنوي وویل چې نن دوی د کرنې برخې محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د کرنې پوهنځي له ریاست سره یو نهه مادهیي هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
هغه زیاته کړه، له دې وروسته یاد محصلین کولای شي د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې په څېړنیزو فارمونو کې خپلو څېړنو ته دوام ورکړي او روزل شوي او متخصص کادرونه چې په ځانګړو وړتیاوو سمبال وي، ټولنې ته وړاندې شي.
ده په دغه پروګرام کې د کرنې پوهنځي له استادانو او د پوهنتون له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغو څېړنیزو فارمونو کنټرول دې پر غاړه واخلي، کومې مېوې او حبوبات چې د بدخشان له اقلیم سره برابر دي له څېړنو وروسته یې دې بزګرو ته ورکړي.
د بدخشان پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس پوهنمل امینالله امین دا هوکړهلیک د محصلینو د عملي او نظري زدهکړو لپاره ډېره مهم وباله او ویې ویل چې په تېر کې د تحقیقاتي فارمونو نشتون له امله محصلینو نه شوای کولای، کومو برخو چې عملي کار ته اړتیا وه، څېړنه وکړي.
هغه وویل چې د کرنې برخې څه باندې ۶۰۰ محصلین په څلورو ديپارتمنټونو کې په تیوریکي بڼه زدهکړې کوي چې له نېکهمرغه د دغه هوکړهلیک په لاسلیک سره هغوی ته د څېړنې او عملي کار زمینه برابره شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP