غزنيښار (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د غزني په اندړو او مقر ولسوالیو کې په دوو ترافيکو پېښو کې د ښځو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د اندړو ولسوالۍ په خانېکلا سیمه کې د دوو کوچني موټرو ترمنځ ټکر شوی چې دوه کسان پهکې ټپيان شوي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه چې دویمه پېښه د مقر ولسوالۍ بازار ته څېرمه یو موټرسایکل له سړکه لوېدلی چې له امله یې د دوو ښځو په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه ټول ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتونونو ته انتقال شوي خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
نوموړي د یادو پېښو لامل د چلوونکو بېاحتیاطي په ګوته کړه.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن