ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېرو دوو کلونو کې جوزجان کې ۲۲ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي»

«تېرو دوو کلونو کې جوزجان کې ۲۲ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي»

author avatar
26 Feb 2024 - 16:46
«تېرو دوو کلونو کې جوزجان کې ۲۲ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي»
author avatar
26 Feb 2024 - 16:46

شبرغان (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د جوزجان ځایي مسوولینو تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو لپاره د نوو ودانیو جوړېدو خبر ورکړی خو وایي، لا هم د دغه ولایت ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

ځيني ښوونکي او زده‌کوونکي ښوونځيو لپاره د ودانیو له جوړېدو خوښ دي، وايي چې اوس ورته په مناسب چاپېریال کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمد‌طاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېرو دوو کلونو کې د همکارو موسسو او خلکو په مرسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي.

نوموړی وایي چې د دغو ښوونځيو د بودجې ډېره برخه د دغه ولایت د علم دوسته خلکو له خوا ورکړل شوې ده.

هغه وویل: «روان کال ۱۲ ښوونځي د موسسو او خلکو له خوا جوړ شوي، موږ هڅه کوو کوم ښوونځي چې ودانۍ نه لري، هغو ته ودانۍ جوړې کړو څو د دغه وطن اولاد په ارام فکر سره درس ووایي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، جوزجان ولایت کې ۴۰۷ ښوونځي شته چې له دې ډلې ۱۲۰ یې لا هم ودانۍ نه لري.

جوزجان کې ځيني زده‌کوونکي خوښ دي چې ښوونځيو کې یې معیاري او سټنډرډ ټولګي جوړ شوي، وایي، مخکې یې په ازاده فضا او په خېمو کې زده‌کړې کولې.

د شبرغان ښار د «افغان تپې» ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکي احمد رشاد پژواک ته وویل: «خوښ یم چې زموږ ښوونځی جوړ شو، اوس کولای شو په ښه فضا کې درس ووایو.»

هغه وویل: «زه خپله په اتم ټولګي کې یم، مخکې مو ښوونځي نه ځمکه لرله نه ځانګړی ځای؛ کله به مو په یوه ځای کې کله به په بل ځای کې زده‌کړې کولې.»

د اقچې ولسوالۍ د «عربي خانقا منځني» ښوونځي د اتم ټولګي متعلم مرتضی هم د خپلې ښوونځي ودانۍ جوړېدو ته خوښ دی او د پوهنې وزارت څخه د دغه اقدام له امله مننه کوي.

نوموړي وویل: «دا چې زموږ د ښوونځي لاره لرې وه، ستړي کېدو به، د درس ویلو لپاره مو ځای هم نه درلود، نو له همدې کبله ډېری وخت ښوونځي ته نه تلو، اوس چې زموږ ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې، خوښ یم.»

دغه راز د شبرغان ښار د افغان تپې ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکی محمد هم د خپل ښوونځي د نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښ دی، وایي: «د درس لپاره د ټولګيو لرل زموږ هیله وه، نن مو دا هیله پوره شوه، څو مې چې یادیږي په زړو خېمو او زړو ټولګیو کې به مو زده‌کړې کولې.»

هغه وویل: «کله چې زموږ د ښوونځي د جوړېدو کار پیل شو، په ډېرې لېوالتیا سره به هره ورځ د کارګرانو لیدو ته ښوونځي ته راتلم او لیده به مې چې کار څومره په چټکۍ سره روان دی.»

دغو زده‌کوونکو وویل چې پخوا به د مناسب درسي چاپېریال نشتوالي له امله زده‌کوونکي په ژمي او اوړي کې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل.

ورته وخت د اقچې ولسوالۍ د عربي خانقا منځني ښوونځي یوه ښوونکي امان‌الله وویل: «زموږ د ښوونځي ودانۍ تېر څو کلونو کې تخریب شوې وه او په هغه کې ډېر کم درسي ټولګي پاتې وو، ډېرو زده‌کوونکو په خېمو کې درسونه ویل.»

نوموړي د زده‌کوونکو لپاره د مصون چاپېریال برابرول مهم وبلل او ویې ویل چې اوس زده‌کوونکي ښه درس زده کوي او هم به له ناروغیو خوندي پاتې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.