کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د لغمان ولایت د کرکټ لوبغالي اړوند پاتې رغنیزې چارې پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د کرکټ بورډ انجنیرۍ څانګې د لغمان کرکټ لوبغالي اړوند پاتې رغنیزې چارې پیل کړې.
سرچینې ویلي، په دغه لوبغالي کې څه موده مخکې د اوبو د یو منظم سیسټم په جوړېدو سره د اوبو د نشتون ستونزه حل شوه او دغه راز په یاد لوبغالي کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او د چمن کرلو کارونه یې هم پیل شول.
کرکټ بورډ ویلي چې د یادو کارونو له بشپړېدو وروسته به په نږدې راتلونکې کې د لوبغالي اړوند د اکاډمي رغنیزې چارې هم پیل شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یاد لوبغالي لپاره ۲۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې د «پویلین تعمیر» او د نږدې ۲۰۰۰ نندارچیانو لپاره د ناستې څوکۍ د ښار جوړونې وزارت له خوا جوړې شوې وې او نور کارونه یې پاتې وو چې د کرکت بورډ په ځانګړې پاملرنې سره پیل شول.
د یادونې ده، د کرکټ بورډ ویاند څه موده مخکې پژواک خبرې اژانس ته ویلي وو چې په لنډ وخت کې به په لوګر ولایت کې هم د نوي لوبغالي جوړولو چارې پیل شي.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن