[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د بلوچستان په چمن ښار کې د سوداګرو ټولنې اعلان کړی چې په پاکستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره یې پنځه میاشتنی پرلت پای ته رسولی او د چمن او سپینبولدک ترمنځ سوداګري بېرته پیل شوه.
د چمن اوسېدونکو او سوداګرو پنځه میاشتې مخکې یاد اعتراضي پرلت وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان حکومت له سپینبولدک سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل شرط کېښود.
خو د چمن خلکو دغه پرېکړه ونه منله او پرلت یې پیل کړ.
د ډیوه راډیو خبر له مخې، د پاکستان د ګمرک یا کیسټم چاﺭواکو ویلي، د پرلتوالو له خوا د لارې له خلاصیدو سره سم هلته په کيسټم ودانۍ کې د سوداګریزو توکو د ګمرک کولو چاﺭې پیل شوې.
د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی وایي چې دوی د نوي حکومت له ﺭاتلو سره سم د چمن دﺭواﺯه په دې هیله د سوداګرۍ پر مخ خلاصه کړې چې نوی حکومت به د دوی غوښتنې ومني خو پرلت به ﺭوان وي.
دی وايي، که چېرې نوي حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو دوی به دغه لاره بیا بندوي.
هغه زیاتوي: «سوداګر بلوڅ پشتانه هغه تر کندهاﺭ او تر کویټې پوﺭې يا د پښتنو او بلوڅو ترانسپوﺭټران چې د دې لاﺭې له بندېدو اغېزمن شوي وو او ﺯيانونه ورته اوښتي وو، د ښه نیت په توګه د نوي حکومت د ﺭاتګ په ﺭڼا کې دغه لاﺭه موږ خلاصه کړه، هیله لرو چې نوی حکومت به هم ﺯموﺯ قانوني غوښتنې ومني او د سرپرست حکومت له خوا پر موږ تپل شوې فيصله به واپس واخلي.»
بلخوا د بلوچستان حکومت وياند جان اچکزي په کوېټه کې د یوې خبري غونډې پر مهال یو ځل بیا وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره به تګ راتګ یوازې پر پاسپورټ او ویزه کېږي.
[/restrict]
Views: 191
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن