لښکرګاه (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي، تېرو درېیو ورځو کې یې په ناوې، مارجې، واشېر او نهرسراج ولسوالیو کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځولې ده .
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ناوې ولسوالۍ په اللهنظر پوسته سیمه کې، د واشېر ولسوالۍ په بچې رابیا سیمه کې، د نهرسراج ولسوالۍ په خاورین او د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۳۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې ده.
هغه وویل، د یادې ځمکې د غصب په تور یې اته کسان هم نیولي دي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن