[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د پاکستان جمعیت علماء اسلام (س) ګوند مشر مولانا حامدالحق د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ دې د اقتصادي همکاريو ترڅنګ سیاسي اړیکې هم پراخې شي.
له ارګه د کب په ۸مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېر ماښام د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند له مشر او د حقانیه دارالعلوم د نایب مهتمم مولانا حامدالحق په مشرۍ له راغلي پلاوي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې حامدالحق په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي وښوده او د افغانستان او پاکستان ملتونه یې وروڼه یاد کړل.
نوموړي وویل، دواړه ملتونه ګڼ اسلامي، فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه او مشترکات لري.
هغه د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې او ګټورې وبللې ویې ویل، د پاکستان علماء او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي څو دواړو ولسونو ته ګټه ورسېږي.
حامدالحق د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان شتمنۍ پر کنګل کېدو نیوکه وکړه یوې ویل، دغه ډول یو طرفه او ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي.
مولوي عبدالکبیر له مولانا حامدالحق او مل پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه چې د پوره کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ وزغملې.
نوموړي څرګنده کړه، ا.ا له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې چا ته ګواښ پېښ شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د اړیکو په رغښت کې د علماوو ونډه مهمه یاده کړه زیاته یې کړه، دا مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او هیچا ته د تخریبي اعمالو اجازه نه ورکول کېږي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن