Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد د امریکا بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند د امریکا بهرنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د افغان نجونو او ښځو په اړه یې کړې وې.

بلینکن پرون  (د کب ۸مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو اقتصادي مقاومت ایتلاف (AWER) غونډه کې وویل چې په تېرو څو کلونو کې له سختو بنديزونو سره سره بیا هم افغان ښځې او نجونې هوډمنې دي چې زده‌کړې، کار او د خپلې راتلونکې لپاره هلې ځلې وکړي.

هغه زیاته کړه چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده او د هغوی د حقونو او پرمختګ لپاره ګډ کار کوي.

هغه وویل: «پر ښځو محدودیتونه ټول افغانستان ته زیان اړوي.»

خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي‌بي‌سي ته ويلي، امریکا له افغانانو او افغان ښځو سره خواخوږي نه لري بلکې خپلې ګټې لټوي.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان قضیه امریکا پوړې اړه نه لري، د ښځو حقونه دلته خوندي دي او که خوندي هم نه وي افغانستان په خپله هغو ته رسېدنه کوي او دا موضوع د افغانانو خپله موضوع ده.»

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.