Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د م.م امنیت شورا افغانستان ته د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې کړې

د م.م امنیت شورا افغانستان ته د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې کړې

author avatar
28 Feb 2024 - 01:30
د م.م امنیت شورا افغانستان ته د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې کړې
author avatar
28 Feb 2024 - 01:30

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت ارزولو په موخه د تړلو دروازو شا ته جوړه شوې غونډه کې د دغه هېواد لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دا غونډه پرون دوشنبې ناوخته جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټریش ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک خبریالانو ته ویلي: «په سیاسي او د سولې چارو کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې رزماري دې کارلو په دې غیرعلني غونډه کې امنیت شورا ته توضیحات ورکړل؛ هغې تېره اونۍ په دوحه کې د ځانګړو استازو غونډه کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي یې مشري کوله، خپل تازه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.»

هغه زیاته کړه چې له عمومي منشي انټونیو ګوټریش څخه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو غوښتنه شوې چې هغه یې په اړه سلا مشورې پيل کړې دي.

دوجاریک د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځانګړي استازي ټاکلو لپاره کوم زماني جدول شته او که نه؟ وویل: «دا مسئله ډېره جدي او ښه تر غور لاندې ده او همدا چې یو څوک ولرو، نوم به یې اعلان کړو.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۲۹مه په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان او سرپرست حکومت له مشرانو سره د تعامل ډېرېدو لپاره د یوه ځانګړي استازي ټاکل تصویب کړي وو.

په دغه پرېکړه‌لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتل شوي چې د ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سپارښتنو، په ځانګړي ډول د جنسیت او بشري حقونو لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټریش تېره اونۍ د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د یو ځانګړي استازي ګومارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیم کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره د دوحې غونډې ګډونوال د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي له ارزونو سره موافق وو چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارل دي.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د روسیې، چین او ایران استازو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له ټاکلو کېدو سره مخالفت ښودلی و.

د افغانستان سرپرست حکومت هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وړاندې مخالفت ښودلی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.