Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوړو نړۍوال پروګرام: تېره یوه میاشت کې مو افغانستان کې له ۷،۹ میلیون کسانو سره مرسته کړې
آرشیف

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې یې افغانستان کې نږدې له ۷،۹ میلیون کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې کړې دي.

یاد بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې دغه مرستې د خلکو اقتصادي پياوړتیا، د خوارځواکۍ مخنیوي او د زده‌کړو کیفیت ښه کولو په موخه شوې دي.

یاده مرسته په داسې حال کې شوې چې د خوړو نړۍوال پروګرام د موندنو پر اساس، هره ورځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶ میلیون کسان د خوړو نه درلودو اندېښنه لري.

له دې مخکې نړۍوالو مرسته کوونکو بنسټونو په وار وار د بودجې له کمښت او افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې له لوړېدو خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام څو ورځې مخکې اعلان خبر ورکړی و چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د خوراکي مرستو او خپلو پروګرامونو پلې کولو لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته په بېړنۍ توګه اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.