بامیان (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د بامیان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال ټورنمنټ چې د دغه ولایت په سیغان والسوالۍ کې د ۱۲ ټیمونو ترمنځ پیل شوی و د «قرونه» ټيم په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د بامیان د بدني روزنې امر سیدکفیل موسوي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د بامیان د بدنې روزنې امریت له خوا د ۱۲ ټیمونو او سلګونو ورزشکارانو په ګډون د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې ترسره شوې چې پایلوبه کې قرونه ټيم ۳/۰ «سوخته چنار» ټیم ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
نوموړي وویل، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو پېژندنه د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه ده.
دغه راز، ورزشکارانو ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د داسې سیالیو ترسره کول مهم وبلل او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې دغه ډول سیالۍ دې په ملي کچه ترسره کړي.
د والیبال یوه لوبغاړي نوروز علي وویل، د داسې پروګرامونو په ترسره کېدو ورزش ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او اړونده بنسټونه دې په ملي کچه د امکاناتو برابرولو هڅه وکړي، څو د ورزشکارانو د ودې زمینه برابره شي.
دغه راز د بامیان د بدني روزنې امریت ګټوونکو ټیمونو ته جایزې او ورزشي وسایل هم ورکړل.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن