Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بینټ د افغانستان وضعیت په اړه د م.م بشري حقونو شورا ناستې ته راپور وړاندې کوي

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): ټاکل شوې ریچارد بینېټ د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ناستې ته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي، اسلامي امارت ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه استفاده کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دی به خپل راپور په هغه غونډه کې چې نن (پنجشنبه) د کابل پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو جوړېږي، وړاندې کړي.

ښايي چې دې ناسته کې د افغانستان استازي هم حضور ولري او خبرې وکړي.

د دې ناستې په درشل کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه استفاده کېږي.

هغه د غزې د خلکو په اړه د یوه ویډیو په خپرولو لیکلي: «باید ریچارد بېنټ او نور غربي ډنډورچیان د بشر د حقوقو له موضوع څخه بده استفاده پای ته ورسوي، بلکې په واقعي بڼه د بشر له حقوقو حمایت وکړي او د اسرائیلو د ظلم او وحشت مخه ونیسي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه‌پنځوسمه ناسته د دوشنبې په ورځ د کب په اوومه د سویس په جینوا کې پیل شوه او ټاکل شوې د کب تر پنځلسمې دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.