لښکرګاه (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): هلمند کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناوه او کجکي ولسوالیو کې د باران له امله د دوو کورونو د خونو چتونه لوېدلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دغه ولایت ناوې ولسوالۍ د خرابې پوټیانو سیمه کې د حاجې سورګل په نوم د یوه کس د کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
ورته مهال، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وایي، تېره شپه د کجکي ولسوالۍ د دویمې امنیتي حوزې اړوند ابدار ساحه کې د باران له امله د یوې کورنۍ پر غړو د خونې چت لوېدلی چې یوه مېرمن مړه شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.
مولوي محمدقاسم ریاض وايي، د لښکرګاه ښاروالي او پېښو ته د رسېدو اداره هڅه کوي په اورښتونو کې له زیانمنېدونکو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
نوموړی دغه راز د یاد ولایت له ټولو اوسېدونکو غواړي چې د اورښتونو پر مهال دې د کورونو په هغو خونو کې نه پاتې کېږي چې د لوېدو ګواښ یې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP