لښکرګاه (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د هلمند ځايي مسوولین وایي، د هلمند ـ کندهار پر لویه لار د دوو موټرو ټکر له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه مهال د لښکرګاه ښار ایوبخان مېنې ته څېرمه د کندهار – هلمند پر لویه لار د یوه مسافروړونکي ۵۸۰ بس او باروړونکي مازاد موټرو ټکر کړی چې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي چې د پېښې ټپیان د هلمند بست روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی خو ډېر کله دغه ډول پېښې د موټرچلوونکي بېاحتیاطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله کېږي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن