فیضاباد (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۲): د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د یوې غونډۍ ښویېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي سخت ټپیان شوي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند احسانالله کامګار د یادې پېښې په تایید سره وايي چې دغه پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د غونډۍ ښویېدو له امله یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی او دغهراز د یوې کورنۍ پنځه کسان سخت ټپیان شوي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند څرګنده کړې چې ټپیان د درملنې په موخه د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي، خو یاده پېښه کې نورو کورونه نه دي زیانمن شوي.
یاده پېښه بدخشان کې داسې مهال رامنځته کیږي چې له څو ورځو راهیسې د هېواد په ډیری ولایتونو کې واوره او باران اوریږي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت پرون اعلان وکړ چې د هېواد په څو ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو او سړې هوا له امله ۹ کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن