کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۲): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د هرات نړۍوال هوايي ډګر له درېيو ورځو وروسته د الوتنو پر مخ پرانیستل شوی دی.
یاد وزارت نن جمعه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د هرات د نړۍوال هوايي ډګر رنوې کرښه او نورې برخې له واورو پاکې شوې او د الوتنو پرمخ پرانیستل شو.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت زیاته کړې چې هېواد کې وروستي اورښتونه د پيلوټانو د ليد ساحې محدودېدو او د الوتنو او ناستو برخه کې د ستونزو لامل شوي، له همدې امله یاد هوايي ډګر کې الوتنې لغوه شوې وې.
یاد وزارت ټینګار کړی، ژمن دي څو خلکو ته باکیفیته او له نړۍوالو معیارونو سره برابر خدمتونه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله یو شمېر مواصلاتي لارې هم بندې شوې دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP