کندهار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲) د کندهار امنیتي مسوولین وایي، د مزمل په نوم یو درې کلن ماشوم چې شاوخوا ۲۸ ورځې مخکې نادرکه شوی و، مړی یې نن د ښار پنځلمسې حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د کب په ۱۰مه، (پنجشنبه) ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل، ۲۸ ورځې وړاندې مزمل له خپله کوره ورک شوی و چې د هغه د کورنۍ تر څنګ امنیتي ځواکونو د هغه په اړه زیاتې پلټنې وکړې.
ده زیاته کړه، د مزمل جسد نن د هغوی کور ته څېرمه د یوې کوچنۍ ویالې تر پلچک لاندې هغه مهال وموندل شو چې د باران اوبه په دغه سیمه کې راډیرې او ماشوم یې را بهر کړ.
هغه د ماشوم د مړیني لامل دغې ویالې ته د هغه لوېدل یاد کړل چې وروسته تر پلچک لاندې شوی او څوک نه دې پرې خبر شوي.
د دغه ماشوم کاکا هم وایي، د وراره مړی یې په داسې حال کې موندلی چې خراب شوی او ګمان کیږي چې په ویاله کې تر پلچک لاندې یې ژوند له لاسه ورکړی.
کندهار کې ډېری وخت ماشومان د کورنیو د نه پاملرنې له امله ورکیږي چې بیا تر اعلانونو خپرولو وروسته پيدا شي خو ځيني بیا د ډېر وخت لپاره ورک او بیا ونه موندل شي.
Views: 215
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن