Language

هلمند کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.

د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې وسلې او مهمات د دې قوماندانۍ اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت له لوري د تېرې یوې اونۍ موده کې ترلاسه شوي دي.

هغه وویل چې په نیول شوو وسلو کې اووه کلاشینکوفونه، شپږ اېم‌ شپاړلس، نهه تومانچې، یوه پیکا، یو درازنوف، ۴۷  شاجورونه او ۱۴۰۰ بېلابېل ډول مرمۍ شامل دي.

د هغه په خبره چې یادې وسلې او مهمات په غیرقانوني توګه ساتل کېدل.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.