ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

author avatar
2 Mar 2024 - 13:58
د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي
author avatar
2 Mar 2024 - 13:58

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا (یک‌شنبه) د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.