ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

کونړ کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

author avatar
2 Mar 2024 - 12:41
کونړ کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي
author avatar
2 Mar 2024 - 12:41

اسعداباد (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): کونړ کې ځايي مسوولین چې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د طبیعې پېښو پر وړاندې د چمتو‌والي ادارې د زیانونو ارزونې برخې مدیر احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا لس بجې د ورښتونو له امله د اسعداباد ښار په اندرسیر ساحه کې د سید غفور په نوم د یوه کس د کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې نوموړی او د هغه درې ماشومان مړه شوي او درې نور کسان ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې د ژغورنې ډله یې پر وخت سیمې ته رسېدلې او ټپيان یې د درملنې په موخه د اسعداباد ولایتي روغتون لېږدولي دي.

خو د هغه په خبره چې په ټپیانو کې د دوو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پرله‌پسې ورښتونو له امله د کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي او په وینا یې چې د اوبو سربندونه، کروندې او عامه ځایونه یې هم ویجاړ او زیانمن کړي دي.

سرچینې ویلي چې له ولایتي ادارې سره په همغږۍ په دغه ولایت کې بېړنیو طبیعي پېښو ته پر وخت رسېدنه کوي .

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.