پلعلم (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ نوي ښوونځي پرانیستل کېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۱۳ ښوونځي د ولسي خلکو په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ په مرکز پلعلم او ټولو ولسوالیو کې پرانیستل کېږي چې ۸ زره نجونو او هلکانو ته به په کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
عرب زیاته کړه، سږ کال هم په مرکز پلعلم کې درې نوي ښوونځي تاسیس شوي چې په یادو ښوونځيو کې هم ۱۵ سوه له زدهکړو محرمو کسانو د لیک لوست زمینه برابره شوې ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه: «د پخوا په پرتله د لوګر ولایت په مرکز ولسوالیو کې د خلکو لېوالتیا له لیک لوست سره زیاته شوې او د پوهنې ریاست هم په پوره توان سره هڅه کوي چې د اړتیا له مخې په لرو پرتو کلیو او ولسوالیو کې زدهکوونکو ته نوي ښوونځي تاسیس کړي.
د مرکز پلعلم یوه قومي مشر حاجي لمبات پژواک ته وویل، خوښ دی چې پوهنې وزارت په لرو کلیو او ولسوالیو کې له زدهکړو محرمو زدهکوونکو ته نوي ښوونځي پرانیزي.
نوموړي زیاته کړه، سږ کال د مرکز پلعلم په کډوالو ښارګوټي کې یو نوی ښوونځی پرانیستل شو چې په یاد ښوونځي کې اوس سلګونه کسان زدهکړې کوي.
د خروار ولسوالۍ یوه ښوونکي حضرت خان پژواک ته وویل، د پخوا په پرتله له زدهکړو سره د عامو خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
هغه وايي، پوهنې وزارت ته په کار ده چې په ټولو سیمو کې خلکو ته د لیک او لوست زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، دا مهال د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۲۷۶ دولتي ښوونځي فعال دي چې سل زره هلکان او ۵۰ زره نجونې په کې زدهکړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP