ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
4 Mar 2024 - 23:33
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
4 Mar 2024 - 23:33

 جلال‌اباد (پژواک،  ۱۴ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د کب په ۱۴مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست، دیني علماوو او قومي مشرانو په هلو ځلو د سره‌رود ولسوالۍ ککړک کلي کې د محمدعالم او مصطفی کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

سرچینې زیاته کړې،  د روغې جوړې په دغو مراسمو کې  د ولایت مرستیال مولوي سعیداحمد بنوري، د علماوو شورا مرستیال مولوي لعل‌محمد صدیقي، د قبایلو چارو رئیس قاري رحمت‌الله غازي عمر، د سره‌رود ولسوال حاجي نصرت کوچي، د بېلابېلو ادارو مسوولینو او د یو شمېر ولسوالیو قومي مشرانو ګډون درلود.

د سره‌رود ولسوالۍ د ملکانو او قومونو شورا رییس سیدمحمود آغا وویل، د محمدعالم او مصطفی کورنیو ترمنځ ۳۸ کاله مخکې د ځمکې پر سر د شخړې له کبله د محمدعالم د کورنۍ يو کس وژل شوی او د مصطفی کورنۍ یو کس ټپی شوی و.

هغه زیاته کړه، اوس د قومي مشرانو، د قبایلو چارو ریاست، د علماوو شورا او سره‌رود ولسوالۍ مسوولینو په همکارۍ دغه دښمني ختمه او له دې وروسته به دواړې کورنۍ د وروڼو په څېر ژوند کوي.

په ورته مهال، د ولایت مرستیال مولوي سعیداحمد بنوري وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه د عفوې په برکت په هېواد کې ولسونه هم خپلمنځي شخړې او دښمنۍ ختموي او د عفوې او سولې لار غوره کوي چې نن په سره‌رود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسېدو شاهدان دي.

په دغه جرګه کې د قبایلو چارو رئیس له ټولو هغو خلکو مننه وکړه چې په دغه برخه کې یې هڅې کړې وې.

نوموړي وویل، د دغو دوو کورنیو په ګډون د ننګرهار ولایت یو شمېر ولسوالیو کې یې د ۵۳ کورنیو ترمنځ سوله کړې او ۳۰۰ نورې بېلابېلې بدۍ چې آن د قتل مسایل هم پکې وو حل کړې چې اوس ټول د ورورګلوۍ په فضاء کې ژوند کوي.

د ننګرهار د علماوو شورا مرستیال او د بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر قومي مشرانو د اسلام مبارک دین په رڼا کې د سولې او عفوې پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او له دواړو کورنیو څخه یې مننه وکړه چې د الله جل جلاله د رضا په خاطر یې په خپلو کې سوله وکړه.

دغه‌راز، د محمدعالم او مصطفی کورنیو له مسوولینو او قومي مشرانو  مننه وکړه چې د دوی ترمنځ دښمنۍ پای ته رسولو کې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې دي.

Views: 321

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.