کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د ترکمنستان پلازمېنه عشقاباد کې د افغان – ترکمن تجارتي تواصل کنفرانس او د افغانستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.
د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو سفیرانو له ۳۰۰ ډېرو سوداګرو او د اسلامي امارت اقتصادي پلاوي ګډون کړی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري او کولای شي چې په سیمه کې یو صنعتي مرکز واوسي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت چمتو دی چې د افغانستان دننه بهرنیو پانګوالو په ځانګړي ډول ترکمنستان او د سیمې نورو هېوادونو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د هغه په خبره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خامو توکو وارداتو برخه کې ګڼې ګمرکي اسانتیاوې په پام کې نیولې دي او له پانګوالو یې غوښتي څو په افغانستان کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت په لنډه موده کې وتوانېد چې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په ګډون په دوه اړخیزو او سیمهییزو تعاملاتو کې فعاله ونډه واخلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په افغانستان کې سراسري امنیت، د پروسو ساده کول، د اداري فساد نشتون او د دولت په چارو کې روڼتیا د افغانستان د سوداګرۍ ودې لاملونه شوي او تېرو دوو کلونو کې د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه ډېر شوي دي.
عزیزي ویلي چې اسلامي امارت د سیمې او دوه اړخیزه سوداګرۍ اقتصادي موخو ته د رسېدو لپاره کلکه اراده او سیاسي عزم لري او هیله لري چې د افغانستان له ژیوایکانومیک موقعیته د افغانستان، ترکمنستان او سیمې په ګټه ښه استفاده وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP