کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): چینایي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي د افغانستان مرمرو ډبرو کانونو برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور پرون د چین هېواد له یو شمېر پانګوالو سره کتلي دي.
دغه وزارت ویلي، په دې لیدنه کې یادو پانګوالو د اسلامي امارت له لوري د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرولو له امله خوښي څرګنده کړه او د هېواد په کانونو په ځانګړې توګه د مرمر ډبرو کانونو برخه کې یې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
سرچینې ویلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه د خبرو ترڅنګ په هېواد کې د پانګونې برخه کې د یادو پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او د کانونو قانون او طرزالعمل مطابق یې ورسره د همکاريو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د کب په پنځمه د کانونو او پټرولیم وزارت یوه خصوصي شرکت ته د کابل جګدلک یاقوتو کان د ۲۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په قرارداد ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP