ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه او نیمروز کې لسګونه ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول

فراه او نیمروز کې لسګونه ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول

[restrict paid=”true”]

فراه، زرنج (پژوک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې فراه او نیمروز ولایتونو کې لسګونه ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول.

د فراه د شيخ ابونصر فراهي بندر مسوولینو په دغه بندر کې د ۱۶۳ ټنه تاریخه تېره خوارکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.

د فراه د اطلاعات او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرو دوو کلونو په موده کې یې ۱۶۳ ټنه تاريخ تېره او بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي را ټول کړي وو چې اوس یې په عام محضر کې وسوځول.

سرچینې زیاته کړې، په يادو سوځول شويو توکو کې ۱۱۶ ټنه صنعتي مالګه، ۲ ټنه خرما، ۱۹ټنه د ويښتانو ژل، ۴ ټنه د توليدي شرکتونو د ماشينونو پريمنځونکي توکي او نور شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې په یاد بندر کې وخت ناوخته بې کیفیته خوراکې او غېر خوراکي توکي نیول کېږي.

د یو بل خبر له مخې، په نیمروز ولایت کې هم پنځه ټنه تاریخ تیر خوراکي او غیر خوراکي سوځول شوي دي.

ددغه ولایت د دلارام ښارږل مولوي محب الله راشد پژواک ته وویل چې دا توکي یې د ښار له عمده پلورنځیو څخه ټول کړي وو .

[/restrict]

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.