ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: بېوزلي او بېکاري له تېر حکومته راپاتې دي

مولوي عبدالکبیر: بېوزلي او بېکاري له تېر حکومته راپاتې دي

author avatar
4 Mar 2024 - 16:37
مولوي عبدالکبیر: بېوزلي او بېکاري له تېر حکومته راپاتې دي
author avatar
4 Mar 2024 - 16:37

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو له یوې استازې سره په لیدنه کې ویلي، بې‌وزلي او بې‌کاري له تېر حکومته پاتې دي او اړتیا ده چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له مشرې های‌کیونګ‌جون، په افغانستان کې د دې ادارې له ریيس لیوناردزولو او مل پلاوي سره لیدلي دي.

کیونګ‌جون په دې لیدنه کې ویلي، دا اداره د افغان کډوالو ستونزو هواري ته ژمنه ده او له هغو سره به یې مرستې دوام ولري.

هغې ویلي، افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې کوي او دا مهمه ده چې کډوال بېرته په افغاني ټولنه کې مدغم شي.

هغې ویلي، راتلونکې اونۍ په جینوا کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته به د خپل راپور په وړاندې کولو سره افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړۍوالو سره شریک کړي.

د هغې په خبره، افغان کډوال له سختو شرایطو، فقر او بې‌کارۍ سره مخ دي چې وچکالي او نورې طبیعي پېښې یې هم ژوند ګواښي او د کار موندنې ترڅنګ د سرپناه، روغتیا او پوهنې برخو کې باید له هغوی سره اساسي مرستې وشي.

هغې زیاته کړې چې کډوالو او بې‌ځایه شوو کسانو ته د کارموندنې لپاره اړتیا ده چې د افغانستان اقتصادي پياوړتیا ډېره او د بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې کورني او بهرني بنسټونه دخیل شي.

په دغه لیدنه کې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت له افغان کډوالو سره د دغه سازمان او نورو مرستندویه ادارو د مرستو د دوام غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې، لوږه، بې وزلي او بې‌کاري له تېر رژیم څخه اسلامي امارت ته په میراث پاتې دي چې کنټرول او ختمول به یې ډېر وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا ولري.

د هغه په خبره، افغانستان کې اوږدو جګړو، وچکالیو او طبیعي پېښو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اړتیا ده چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.

هغه ویلي، په اوسني وخت کې نړۍ باید له بشري اړخه افغانستان هېر نه کړي او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په داسې وخت کې چې افغانستان له سختو طبیعي پېښو او ننګونو سره مخ و، په اجباري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړه.

ده زیاته کړې چې افغان کډوال د پاکستان په ناامنۍ کې هیڅ رول نه لري، خو بیا هم په دغه هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي ویلي، افغان کډوال باید پرېښودل شي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي، په کور دننه ورته لازم چمتووالی هم ونیول شي او نړۍوال مرستندویه بنسټونه دې افغان کډوالو او بې‌ځایه شوو ته د دایمي سرپناه او کار برخه کې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د سترو بنسټيزو پروژو پلي کولو او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا سره خلکو ته کار پیدا کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي: «د تاسف ځای دی چې د دوحې په تېره ناسته کې د افغان کډوالو موضوع او په افغانستان کې شته حقایقو ته ښه پاملرنه ونشوه، له دې پدیدې سره د مرستو راټولولو او دوام په اړه هیچا، حتی د ملګرو ملتونو سرمنشي هم څه ونه ویل.»

هغه نیوکه وکړه چې د ملګرو ملتونو او د ځينو نورو نړۍوالو ادارو د هغو راپورونو له امله چې په ناسمو معلوماتو ولاړ وي، خلک ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.