سرپل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د تېرې اونۍ واورې ورېدو له امله روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې پایله کې یې دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
سرپل کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس سيد صفتالله صفوان پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره اونۍ د واورې ورېدو له امله د دغه ولايت په البدر ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې په نتیجه کې یې دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
هغه زياته کړه چې سرپل کې د ورښتونو له امله پنځه استوګنیز کورونه په قسمي او څلور نور په بشپړل ډول ويجاړ شوي دي.
هغه زياته کړه، د سانچارک ولسوالۍ د لسو کليو لارې لا هم د دې ولسوالۍ له مرکز سره تړلې دي او خلک خوراکي توکي نه لري چې سبا به سل بورۍ غنم ورته ولېږدول شي.
هغه زياته کړې چې د سرپل ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لوري به ۶۰ څاروي لرونکو ته ٦٠ بورۍ غنم، ١٣٠ تختې کمپلې او یو شمېر نورو زیانمنو کورنیو ته به وریجې او غوړي هم ووېشل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP