کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړلې وه، نن د مسافروړونکو موټر پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، د سالنګ لویه لار چې له څلورو ورځو راهيسې د سختې واورې ورېدو، دوامداره توپان او د ليد ساحې کموالي له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن د کوچنیو او لویو مسافروړونکو موټر پر مخ پرانيستل شوه.
هغه زياتوي: «په سالنګونو کې نن هوا نيمه ورېځ ده، د توپان او ورښت اټکل شوی، دا چې مسافرو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه دغه لار پرانيستل شوې ده، د واورې او توپان په پيلېدو امکان لري بيا وتړل شي.»
د هغه په وينا، په ياده لويه لار کې د واورې ضخامت په بېلابېلو ساحو کې متفاوت دی؛ د تونل شاوخوا د واورې ضخامت نږدې درې مترو ته رسېږي، تر دې مهاله پر دې لار ۲۹ واورې ښوویېدنې (برفکوچونه) رامنځته شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP