ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي

author avatar
4 Mar 2024 - 17:19
د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي
author avatar
4 Mar 2024 - 17:19

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (سه‌شنبه، د کب ۱۵مه) ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.

د افغانستان مرکزي بانک نن دوشنبه پر خپله ايکس‌پاڼه پر شرایطو برابر له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د یاد بانک په خبره، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینې زیاته کړې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د یادونې ده چې مرکزي بانک د روانې کب میاشتې په ۱۲مه هم ۱۶ میلیون ډالر لیلام کړي وو.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.