لښکرګاه (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۲۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباری راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار، باغران، سنګین، مارجې، باباجي، ناوې، کجکې، موسیکلا او واشېر ولسوالیو کې اته کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
هغه وویل چې همدا راز په یادو سېمو کې ۸۹ څاروي تلف شوي او ۲۱۲ کورونه زیانمن شوي دي.
د یادونې ده چې وروستیو ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، کورونه، لویې لارې او کروندې زیانمنې شوې او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP