Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیوایچ‌او: په غزه کې د لوږې له امله ماشومان مړه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، غزه کې لس ماشومان له لوږې مړه شوي او هلته له دوو روغتونونو د دغه سازمان د لیدنو پایلې «وېروونکې او بدې» دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیوایچ‌او) مشر ټیډروس اډانوم ګیبریسوس پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي د دې سازمان چارواکو د غزې په شمال د العودة او کمال عدوان روغتونونو د ليدنو پر مهال موندلي چې هلته د خوارځواکۍ کچه سخته لوړه شوې، د لوږې له امله ماشومان مړه شوي، د تېلو، خوراکي او طبي توکو جدي کمښت راغلی او د روغتون ودانۍ ویجاړې شوې دي.

هغه ليکلي: «د العوده روغتون وضعیت په ځانګړې توګه ویروونکی دی، ځکه چې یوه ودانۍ ویجاړه شوې؛ د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون - چې د ماشومانو یوازینی روغتون دی - له ناروغانو ډک دی. د خوراکي توکو د نشتوالي له امله لس ماشومان مړه شوي، د خوارځواکۍ کچه سخته لوړه شوې او د برېښنا نشتوالي د ناروغانو پاملرنې برخه کې جدي ګواښ رامنځته کړی دی.»

د ډبلیوایچ‌او مشر له دغو روغتونونو د خپلو لیدنو پایلې «وېروونکې او بدې موندنې» بللې او زياته کړې یې ده: «موږ هر روغتون ته د ۹۵۰۰ لیټرو تېلو او ځینو اړینو طبي توکو رسولو توان درلود.»

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، غواړي له اسراییلو دا ډاډ ترلاسه کړي چې بشري مرستې په خوندي او منظم ډول رسول کیدای شي.

 هغه زياتوي: «ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ماشومان او روغتیایی کارکوونکي سمدستي مرستې ته اړتیا لري؛ خو کلیدي درمل چې دا ټول ناروغان ورته اړتیا لري، اوربند او سوله ده.»

د فلسطین دولتي خبري اژانس «وفا» ليکلي چې د غزې د رفح ښار په یوه روغتون کې د لوږې له امله ۱۶ ماشومان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو چې په غزه کې ۵۷۶ زره کسان خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له ناورین سره مخ دي او له هرو شپږو هغو ماشومانو چې عمرونه يې له دوو کلونو ټيټ دي، یو یې له جدي خوارځواکۍ سره مخ دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.