ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې ځوانان: د لوړو لګښتونو له امله نه شو کولی واده وکړو

دایکنډي کې ځوانان: د لوړو لګښتونو له امله نه شو کولی واده وکړو

author avatar
5 Mar 2024 - 16:18
دایکنډي کې ځوانان: د لوړو لګښتونو له امله نه شو کولی واده وکړو
author avatar
5 Mar 2024 - 16:18

نیلي (پژواک، ۱۵کب ۱۴۰۲): دایکنډي کې یو شمېر ځوانان وايي چې په ډېرو ستونزو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي چې په لوړو لګښتونو سره د واده رسم او رواجونو یادې ستونزې ډېرې کړې او له امله یې ځوانان په کلونو کلونو نه شي کولی‎ واده وکړي.

۳۵ کلن جمشېد سلطاني د یاد ولایت د میرامور اوسېدونکی یو له هغو ځوانانو دی چې د واده د لوړو لګښتونو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی واده وکړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه دایکنډي ولایت کې د ناسمو رواجونو قرباني یم، له بده مرغه ټول بې‌وزله یو، کاروبار نشته، زه ونه توانېدم هغه پیسې چې په واده کې مصرفېږي، پیدا کړم.»

هغه څرګنده کړه چې د هغه په څېر سلګونه ځوانان له همدې امله نه دې توانېدلي واده وکړي.

سلطاني زیاته کړه: «ما په وار وار اقدام کړی، خو ونه توانېدم چې د واده یو میلیون لګښت پيدا کړم، اوس چې د واده وخت او عمر مې تېر شوی او کومې هیلې چې مې درلودې ورته ونه رسیدم، اوس هم که واده وکړم، باید څو کاله په قرض کې تېر کړم.»

نوموړي ټینګار وکړ، که ځوانان د ده په شان په ډېر عمر کې واده وکړي، د واده د پورونو تر خلاصولو سپین‌ږیري کېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې د دغه کار لامل ټولنه کې ناسم دودونه دي او ځوانان یې اصلي قربانیان دي.

هغه وايي چې دغه ناسم دودونه باید له منځه لاړ شي او ټول خلک په ځانګړي ډول پلرونه باید په دې برخه کې ځان مسوول وګڼي.

یوازې جمشېد سلطاني نه دی چې د دې ستونزې په اړه اندېښنه لري، بلکې دایکنډي کې سلګونه ځوانان د یادو ناسمو رواجونو له امله ځوریږي.

بلخوا، د دایکنډي د سنګتخت‌وبندر ولسوالۍ اوسېدونکی قدرت وايي، دغه ولایت کې د واده لګښت د هلک کورنۍ لپاره له ۷۰۰ زره افغانیو ډېر تمامیږي چې ډېری هلکان د یادو پیسو پوره کولو توان نه‌لري او اړ دي د کار کولو لپاره له هېواده بهر لاړ شي.

هغه زیاته کړه: «په یاد ولایت کې ناسم دودونه لکه لوړ ولورونه، جهیز او نور ناسم رسم او رواجونه شته چې ټول د اسلام د اصولو خلاف دي او د دې لامل شوي چې زرګونه ځوانان ونه‌شي کولای واده وکړي.»

هغه زیاته کړه، یاد ولایت کې ځیني ځوانان له کوژدې وروسته د ولور او واده نورو لګښتونو پوره کولو لپاره له هېواده بهر ځي.

نوموړي څرګنده کړه، په ټولنه کې په ځانګړې توګه دایکنډي ولایت کې ناسم دودونه د دې لامل شوي چې ځیني هلکان ونه توانیږي واده وکړي، له همدې امله هغوی له زرګونو ستونزو او ژورخفګان سره مخ کېږي چې ان په ځینو مواردو کې د ځان‌وژنې لامل هم شوي دي.

قدرت دغه راز وویل: «زه هم د ناسم رواجونو او لوړو لګښتونو له امله په ځانګړي توګه د نوي دودونه له امله چې په بېلابېلو نومونو په دایکنډي کې دود شوي، تر اوسه نه یم توانېدلی چې واده وکړم او زرګونه نور ځوانان همداسې دي.»

بلخوا، دایکنډي ولایت کې فاطمه رضایي هم له یادو رواجونو شکایت لري، خو وايي د لوړ ولور په اړه اعتراض زموږ ټولنه کې یو ډول ناروا کار بلل کېږي او د کورنۍ له پرېکړې سره هر ډول مخالفت ننګ ګڼل کېږي.

هغې زیاته کړه، دایکنډي کې د واده لپاره ډېر ناسم رسم او رواجونه شته او ځیني وختونه نجونې او هلکان نشې کولای په خپل وخت واده وکړي.

هغې وویل: «هلکان هم نشي کولای دغه ټولې پیسې پیدا کړي، نجونې هم خوښې نه دي، خو هیڅ هم نشي ویلای که خپل مور او پلار ته ووایي چې ولور ډېر دی، هغوی غوسه کېږي او وايي، خلک به وايي چې لور دې څه ستونزه درلوده چې ولور دې کم واخیست.»

نوموړې دغه راز ټینګار وکړ چې که له هلک څخه ډېر ولور واخیستل شي، بیا هم اصلي ضربه نجلۍ د خپل خاوند په کور کې ویني؛ ځکه هلک اړ دی له واده وروسته د کارکولو لپاره بل هېواد ته لاړ شي.

د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ یو اوسېدونکی عارف حسیني وايي چې د واده لوړ لګښتونه او ملا ماتوونکي ولورونه د ځوانانو پر ژوند منفي او د اندېښنې وړ اغېزې کړې او کوي یې.

هغه زیاته کړه: «لوړ لګښتونه ډېر بد رواج دی، د واده او کوژدې مراسم او لسګونه ډوله نور رواجونه شته چې یوازې پیسې په کې مصرفیږي، دغه رواجونه په حقیقت کې یوازې د هلک د کورنۍ چور او چپاول لپاره دي.»

هغه زیاته کړه چې ټولنه په ځانګړي توګه دیني عالمان او مشران باید یاد رواجونه له منځه یوسي او د خلکو د بد اقتصادي وضعیت ته په کتو یو ښه کلتور رامنځته کړي.

له دې سره دایکنډي کې د دین عالم ایوب علي‌زاده وايي چې د «جهیز» او ولور یا نورو په نوم پیسې اخیستل په اصل کې په نجلۍ قیمت اېښودل دي چې د اسلام دین له نظره حرام دي.

هغه زیاته کړه: «کله چې یو ځوان د خپل واده مصارف نشي پیدا کولای، په رواني ستونزو اخته کېږي او بالاخره نشه‌يي توکو او نورو خرابو کارونو ته مخه کوي.»

ورته مهال، د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست دین‌محمد بهزاد وايي چې دغه ولایت کې لوړ ولور د ځوانانو واده لپاره ډېرې ستونزې پیدا کړې او د واده لوړ لګښتونه، لوړ ولور او ناسمو رواجونو له امله ان یو شمېر ځوانان له واده پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړه، دایکنډي کې خلک له اقتصادي اړخه ډېرې ستونزې لري او د واده لوړ لګښت د دغه ولایت ډېری خلکو لپاره د منلو نه دي.

هغه زیاته کړه چې د دایکنډي د اطلاعات او کلتور ریاست او نورو مسوولو ادارو هڅه کړې، خلکو ته یې پوهاوی ورکړی او ټینګار یې کړی چې دیني عالمان، مخور او د نجلۍ مور او پلار د ولور او د واده لګښتونو په کمېدو کې اساسي رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي ولایت یو شمېر ځوانانو څه موده مخکې د دغه ولایت له والي مولوي نجیب‌الله رفیع سره په لیدنه کې د واده له لوړو لګښتونو اندېښنه ښودلې او له قانوني اړخه یې د یادې موضوع د حل غوښتنه کړې وه.

د دایکنډي والي په یاده لیدنه کې ویلي وو چې د لوړ ولور په اړه له اړوندو بنسټونو او د اهل تشیع له علما سره یې هم خبرې کړې او د حل لار به ورته پیدا کړي.

Visits: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.