غزنيښار (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): سيمهییز مسوولین وایي، د غزني مرکز اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته د غزني ښار اړوند په ناني بازار کې د یوه ۴۰۴ مسافروړونکي او مازدا موټرو د ټکر له امله شوې ده.
هغه وویل چې په دې پېښه کې اته کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره چې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
سرحدي زیاتوي چې په یاد موټر کې د بېلابېلو ولایتونو کې سپاره او کندهار ته روان وو.
Views: 157
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن