کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): کابل ښار کې دوهسوه نجونې د «شیخ عبدالقادر جیلاني» له دیني مدرسې فارغې شوې او خپل سندونه یې ترلاسه کړل.
یو شمېر دغو فارغینو له سرپرست حکومته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه.
د «شيخ عبدالقادر جيلاني» مدرسې بنسټګر مولوي محمدابراهيم بارکزي د دغو نجونو د فراغت په مراسمو کې وويل چې نن له مدرسې ۲۰۰ نجونې فارغې شوې او سندونه يې ترلاسه کړل.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دمګړۍ په دغه مدرسه کې دوهزره نجونو ته د ديني علومو ترڅنګ تر يوولسم ټولګي پورې د ښوونځي مضمونونه هم تدريسیږي.
د هغه په خبره، په دې مدرسه کې د دوو نارينهوو په ګډون ٤١ ښوونکی په وړیا توګه تدريس کوي.
هغه د یادې مدرسې د فارغانو وړتياوو ته په اشارې زياته کړه: «زموږ هيله دا ده چې د دې مدرسې فارغان به په کانکور ازموينه کې شامل او د کابل طبي پوهنتون ته به بريالۍ شي.»
ورته مهال، د شيخ عبدالقادر جيلاني مدرسې مديرې حافظه صفا اميري له ښوونځي پاتې نجونو وغوښتل چې خپلو زدهکړو ته د دوام ورکولو لپاره دې مدرسې ته مراجعه وکړي.
هغه له سرپرست حکومته وغوښتل څو دیني مدرسو ته معیاري نصاب چمتو او د هغوی په واک کې یې ورکړي.
له یادې مدرسې يوې فارغې هوا په دغه مدرسه کې د درسونو ستاينه وکړه.
هغه چې د ښوونځي د نهم ټولګي زدهکوونکې وه او پر مخ یې د ښوونځیو دروازو له تړل کېدو وروسته له درسونو پاتې شوه، له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ پرانيزي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن