ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت: اسلامي امارت د وسلو خوندیتوب او ساتنې ته ژمن دی

کورنیو چارو وزارت: اسلامي امارت د وسلو خوندیتوب او ساتنې ته ژمن دی

author avatar
6 Mar 2024 - 01:08
کورنیو چارو وزارت: اسلامي امارت د وسلو خوندیتوب او ساتنې ته ژمن دی
author avatar
6 Mar 2024 - 01:08

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت مشرتابه له نامسوولو کسانو د ناقانونه وسلو ټولولو لپاره لازم تدابیر نیولي او دا پروسه په جديت پر مخ روانه ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي، دا ورځ د سولې ساتلو او د نړۍوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري.

سرچینې زیاته کړې، دودیزو او غیر دودیزو وسلو کارول کولی شي انسانیت، چاپېریال او دوامداره پرمختګ ته جدي ستونزې پېښې کړي چې بې له شکه بې‌وسلې کول او د وسلو نه وېش یاد ګواښونه کمولی شي.

په اعلامیه کې راغلي، افغانستان د نړۍوالې ټولنې ترڅنک دې ورځې ته په درنه سترګه ګوري او له هغو هېوادونو چې له دې برخې ګټې لري، غواړي چې د خپلو وسلو په تولید او خرڅلاو سره د انسانیت تباهۍ او د بې‌ګناه خلکو د ډله‌ییزې وژنې لامل نه شي.

سرچینه کاږي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له بده مرغه خلک یې له وروستیو څو لسیزو راهیسې د یرغلګرو هېوادونو د سیالۍ له امله د سپکو او درنو وسلو، ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له کارولو او ازمایښته سخت اغېزمن او زیانمن شوي دي.

سرچینه کاږي، د افغانستان اسلامي امارت د خپلې ستراتیژۍ او پلانونو له مخې په افغانستان او سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی او د هغو پاتې وسلو ساتنې او پالنې ته ژمن دی چې په حقیقت کې د هېواد امنیتي او دفاعي ارزښت ګڼل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له نامسوولو کسانو د ناقانونه وسلو ټولولو لپاره لازم تدابیر نیولي او دا پروسه په جديت او بریالیتوب سره پر مخ روانه ده.

[/restrict]

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.