کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست وايي، روان کال کې د دې ادارې له انسټیټونو ۳۶ زره کسان فارغ شوي چې زر کسان به یې د استادانو په توګه وګومارل شي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت یادې خبرې نن (چهارشنبه) د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې په یوې خبري ناستې ته وکړې.
د هغه په خبره، سږ کال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې څخه ۳۶ زره کسان فارغ شوي چې د تېر کال په پرتله یې فارغان شپږ زره ډېر وو.
هغه زیاته کړه، د انسټیټیوټونو په بېلابېلو برخو کې له اول تر پنځم نمره پورې زر لایق زدهکوونکي به د وري په میاشت کې د دوو کلونو په اوږدو کې د قراردادي ښوونکو په توګه وګومارل شي.
نوموړي زیاته کړه، یادې موضوع د محصلینو تر منځ سالم رقابت ډېر کړی او د مسلکي خلکو د ګومارلو برخه کې د یادې ادارې اړتیا هم رفع کېږي.
بلخوا، نوموړي څرګنده کړه چې سږ کال به د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې دوه زره او ۵۹۰ کسان په کابل، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د کارکوونکو په توګه وګومارل شي.
شهامت ټینګار وکړ چې راتلونکی کال به کیفیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي او ارزښتناکه خدمات به وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP