مهترلام (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): لغمان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي، په قرغیو ولسوالۍ کې یې د۵۰۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دېوال جوړ کړی دی.
د لغمان طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، (د ټولنې نړۍوال خدمت CWSA) ادارې په مالي ملاتړ یې د ۱۴۴ زرو امریکایي ډالرو په لګښت د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په حسیناباد سیمه کې یو استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د نوموړي په وینا، یاد استنادي دېوال ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۴ متره لوړوالی او ۱،۸ متره سور لري چې په جوړېدو سره یې ۱۵ کلي او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیند اوبو له تخریبه وژغورل شول.
ورته مهال، د یاد استنادي دېوال په جوړېدو سره د سیمې خلک د دولت دغه اقدام ستایي، خو زیاتوي چې د هغوی په سیمه کې د کابل سیند ته څېرمه ګڼې نورې کورنۍ او کرنیزې ځمکې شته چې د اوبو وړلو له ګواښ سره مخ دي او استنادي دېوال ته اړتیا لري.
د یادې سیمې قومي مشر ملک هجرتالله وايي، د سیمې خلکو به له دې مخکې د سېلابونو او په سیند کې د اوبو ډېروالي پر مهال خپل کورونه پرېښودل، خو د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره یې کورونه او ځمکې خوندي شوي دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن