ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ځيني کارګر د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو ته اندېښمن دي

هرات کې ځيني کارګر د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو ته اندېښمن دي

author avatar
6 Mar 2024 - 16:23
هرات کې ځيني کارګر د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو ته اندېښمن دي
author avatar
6 Mar 2024 - 16:23

هرات (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): هرات کې ځيني کارګر د کار له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې حکومت باید د غیرقانوني کډوالۍ مخنیوي په موخه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هغوی په خبره، دوی هره ورځ د کارموندنې په موخه سر چوک ته ځي او تر ماښامه هلته پاتې کېږي خو ورته کار نه پيدا کېږي، خالي لاس بېرته خپلو کورونو ته ګرځي.

له دغو کارګرو له ډلې عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېری خلک اقتصادي ستونزې لري او له دې امله کډوالۍ ته مخه کوي.

خو ده زیاته کړه، که څه هم په هېواد کې امنیت ښه دی، خو کار نشته او دې برخه کې باید حکومتي بنسټونه د کمزوري اقتصاد لرونکو خلکو لپاره د ملاتړ پلان ولري.

هغه چې یو سنتي ګلکار دی، په داسې حال کې چې په څېره کې یې له ورایه د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ نښې ښکارېدې، زیاته یې کړه، په ټوله اونۍ کې یوازې یوه ورځ‎ ورته کار پیدا شوی چې دا حالت د هغه او کورنۍ لپاره یې ډېر ‎ستونزمن دی.

یو بل له دغو کارګرو حبیب‌الرحمن چې خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له فاریابه هرات ته راغلی، وایي، تر سر چوک پورې هره ورځ د ده کرایه دېرش افغانۍ کېږي خو په هرو لسو ورځو کې ورته یوه ورځ کار پیدا کېږي.

نوموړی چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکی دی، وایي د نفقې برابرولو لپاره حیران دی، دا وضعیت ورځ تر بلې ده او د ده په څېر نورو کارګرو ته ستونزمن کېږي.

حبیب‌الرحمن له اسلامي امارته د کارګرو لپاره د کار زمینې برابرولو غوښتنه کوي او وايي چې له دې پرته کارګر مجبوریږي چې بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.

ورته وخت کې د ټولنیزو چارو کارپوهان هرات کې د کارګرو لپاره د کار نشتوالی په کورنیو کې د کډوالۍ او ستونزو لاملونه بولي، وایي چې د حکومت او خصوصي سکټور له خوا باید کارګرو ته دوامداره کاري فرصتونه برابر شي.

د ټولنیزو چارو یوه کارپوه مسلم مروي پژواک ته وویل: «په داسې وضعیت کې د هېواد په کچه په لومړي قدم کې، د دې لپاره چې وکولای شو کارګرانو ته د کار زمینه برابره کړو، باید د سوداګرو، کارخونو لرونکو او صنعتي تولیدوونکو له خوا د ټولنې کارګرو او بې‌وزلو سره همکاري وشي.»

د مروي په خبره، د ټولنې ټولو وګړو ته د رسېدنې په موخه باید حکومت ځانکړی پلان او پروګرام ولري، له دې پرته له یوه ښاره بل ښار ته او له یوه هېواده بل هېواد ته کډوالۍ ډېریږي چې کډوالو ته به بدې پایلې ولري.

دغه راز، د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د روان کال له پیله تر اوسه ۷۴۰۰ کسانو د کار جوازونه تر لاسه کړي چې تېرو لسو کلونو کې بې‌مخینې ده.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزا محمد ابو منصور وویل، دمګړۍ د کار نشتوالي ستونزه د سړې هوا له امله ده چې هر کال په ژمي کې کاري فرصتونه کمېږي.

هغه وویل، هیله‌مند دی څو راتلونکي پسرلي کې کارګرو او ځوانانو ته لا ډېر کاري فرصتونه برابر شي.

نوموړي په هرات کې د بېلابېلو پروژو او کانونو استخراج د پیل خبره کوي، وايي، خلک باید له کډوالۍ تېر شي او په خپل هېواد کې دې پاتې شي، ډېر ژر به زرګونه کسان په هېواد کې د کانونو استخراج برخه کې پر کار بوخت شي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.