Language

شخصي موټرو کې د دولتي نښو او هارنونو پر لګولو بندیز ولګېد

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، شخصي موټرو کې د دولتي هارنونو، اشارو او نورو نښو پر نصبېدو بندیز لګېدلی دی.

دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه راغلې دي.

سرچینې لیکلي چې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۵۲۰ ګڼې فرمان او د کورنیو چارو وزارت هدایت له مخې، شخصي موټر لرونکو ته خبر ورکول کېږي چې د دولتي هارنونو، اشارو او نورو دولتي نښو له لګولو ډډه وکړي.

کورنیو چارو وزارت لیکلي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.