مهترلام (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د لغمان په مرکز مهترلام کې له یو خصوصي روغتیایي مرکزه د ۸۰ نجونو په ګډون ۲۳۲ محصلین فارغ شول.
فارغ شوي ځوانان د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له دولته د کاري چاپېریال رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
د یاد خصوصي طیبي مرکز نرسنګ له څانګې یوه فارغ شوي محمدنواب خان نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل: «خوښ یم چې د عالي نرسنګ له څانګې فارغ شوم خو له دولته غوښتنه کوم چې زما په ګډون فارغ شوو ځوانانو ته کاري ماحول برابر کړي.»
په لغمان کې د شفا خصوصي طبي مرکز مطبوعاتي مسوول جاوېد مسرور پژواک ته وویل چې نن د دغه انسټيټیوټ اړوند عالي نرسنګ، عالي قابلګۍ، طبي ټکنالوجي او فارمسي له څانګو ۲۳۲ کسان فارغ شول.
هغه زیاته کړه چې په فارغ شوو کې ۸۰ نجونې شاملې دي چې نن ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوې.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن