کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): رسنیو راپور ورکړی چې د افغانانو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېسایوي) د صدور پروسه ښايي د روان میلادي کال تر پایه بنده شي.
رویټرز د امریکا بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې یوازې د اته زره (اېسایوي) ویزو صدور پاتې دی چې د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې تر پای یا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو تر درېیمې کلیزې ووېشل شي.
که څه هم جو بایډن د افغانانو لپاره د کډوالۍ د څه باندې شل زره نورو ځانګړو ویزو د صدور غوښتنه کړې خو د راپور له مخې، ناشونې ده چې د امریکا کانګرېس دا غوښتنه ومني، په داسې حال کې چې که د سږ کال تر پایه د کانګرېس له لوري دا پروسه ونه منل شي، افغانستان کې به زرګونه کسان همداسې پاتې شي.
د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزه (اېسایوي) هغه ویزه ده چې د امریکا دولت یې هغو افغانانو ته ورکوي چې له دوی سره یې کار کړی وي څو امریکا ته یې د ورتګ زمینه برابره شي.
مخکې له دې د امریکا کانګرېس یادې ویزې ۳۸ زره او ۵۰۰ هغو افغانانو ته ځانګړې کړې وې چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کاوه.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن