لښکرګاه ( پژواک ، ۱۷ کب ۱۴۰۲ ) : د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایی چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې یې ۶۷ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه تړلي دي.
دغه ریاست زیاتوي چې د روغتیایې قوانینو او څارنې ټیم د تېرو درېیو ورځو په جریان کې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د دولتي روغتون په ګډون ۶۷ درملتونونه، روغتیایي مرکزونه، د غاښو کتنځایونه او تشخیص ځایونو څخه څارنه تر سره کړه.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید د کب په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ؛ د یادې څارنې په ترڅ کې د ګډ ټیم له لوري ۲۳ درملتونونه ،۷ بابه شخصي روغتیایې مرکزونه، ۱۹ د غاښو کتنځایونه، ۱۸ د تشخیص ځایونه چې له روغتیایي اصولو سره سم یې فعالیت نه کولو، وتړل شول.
نوموړی زیاتوي ، یاده پروسه به دې ته ورته نورو ولسوالیو کې هم تر سره شي؛ ترڅو د غیر مسلکي او بې اسنادو ځایونو کې دروغتیایي فعالیتونو مخه ونیول شي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن