جلالاباد (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د امر بالمعروف سرپرست وزير ننګرهار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د بيان ازادۍ ته بشپړه ژمنتيا لري.
د امر بالمعروف سرپرست وزير شيخ خالد حنفي دا څرګندونې په جلالاباد ښار کې د اسلامي نظام او ملي یووالي ټينګښت په نوم جوړې شوې د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ غونډه ته وکړې.
دا غونډه چې د سرحدونو، قومو او قبايلو چارو وزارت له خوا جوړه شوې، د حکومتي چارواکو سربېره د ختيځو ولايتونو قومي مشرانو، ځوانانو او د نظر خاوندانو هم په کې برخه اخیستې وه.
په دې ناسته کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکايتونو اورېدو سرپرست وزير شیخ محمدخالد حنفي وویل، اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته بشپړه ژمنتیا لري.
د نوموړي په خبره هیڅوک نشي کولی چې ښځینه قشر سره زبردستي وکړي او یا یې په جبر او زور د هغه د خوښې خلاف بل چاته واده کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري وویل، افغانستان کې د اوسني اسلامي نظام راتګ د افغان ولس د بې درېغه قربانیو ثمره ده او بايد د ولس خدمت ته ملا وتړل شي.
نوموړي خپلو خبرو کې ولس ته ډاډ ورکړ چې د اوسني اسلامي نظام ټولې پرېکړې او فیصلې خپلواکې دي، خو په خبره یې چې هیڅ کړنه به د اسلام مبین دین او د افغاني عنعناتو او کلتور خلاف ترسره نه کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري ټينګار وکړ چې د اوسني نظام په راتګ سره ډېری مشکلات حل شوي او پاتې نور مشکلات او ستونزې هم د اسلامي امارت د مسوولینو له سترګو پناه نه دي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن