ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴۰۰۰ کډوال راستانه شوي

تېره اونۍ له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴۰۰۰ کډوال راستانه شوي

author avatar
7 Mar 2024 - 17:42
تېره اونۍ له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴۰۰۰ کډوال راستانه شوي
author avatar
7 Mar 2024 - 17:42

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۴۰۰۰ کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کب میاشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې ۴۰۰۰ زره او یوولس کسان له پاکستان او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۸۳۴ کسان او ۱۱۶ کورنۍ، له پاکستانه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۳۱۷۷ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

دا په داسې حا ل کې ده چې د کب ماشتې له درېیمې تر ۹مې نېټې پورې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۵۰۴۱‍ کسان په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.