کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د سعودي عربستان ملک سلمان بنسټ د افغانستان بشري مرستو له وجهي صندوق سره د ۱،۱ میلیون امریکایي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرسته به په بامیان ولایت کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو برخه کې د افغانستان بشري مرستو وجهي صندوق له لارې ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بېړنیو خدمتونو وړاندې کولو نړۍوال صندوق (ګلوبل فنډ) د روانې کب میاشتې په ۴مه له افغانستان سره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره څلور میلیون او ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو مرستې تصویبېدو خبر ورکړی و.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن