Language

ایران ته د څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو قاچاق مخنیوی شوی

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د نيمروز په ابریشم بندر کې یو کس چې غوښتل يې څه باندې ۸۰۰ زره امريکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي، نیول شوی دی.

کورنيو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې سرحدي ځواکونو په ابریشم بندر کې هغه کس چې غوښتل يې ۸۰۰ زره او ۴۰۰ امریکایي ډالر د دغه بندر له لارې ایران ته قاچاق کړي، نیولی دی.

سرچينې د ياد کس نیول کېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو زیاتوي چې له دې مخکې هم یادو ځواکونو د هېواد په بندرونو او کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د سلګونه زره بهرنیو اسعارو او زرګونه ګرامه ګاڼو د قاچاق مخه نیولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.