ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«المان دې افغان کډوال په جبري ډول نه راوباسي»

«المان دې افغان کډوال په جبري ډول نه راوباسي»

author avatar
8 Mar 2024 - 14:37
«المان دې افغان کډوال په جبري ډول نه راوباسي»
author avatar
8 Mar 2024 - 14:37

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له المانه غوښتي چې افغان کډوال په جبري ډول را ونه باسي خو که څوک په خپله خوښه افغانستان ته راځي، هرکلی او ملاتړ یې کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه ليکلي چې د افغانستان په اړه د المان پارلمان د دوو څارونکو کمېسیونونو سلاکار هنس دوبه د ياد وزارت له مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد سره ليدلي دي.

سرچينه د دوبه له قوله لیکلي: «افغانستان ته زما د سفر موخه دا ده چې حقیقتونه له نږدې ووینم، د المان خلکو ته يې ورسوم او د دغه هېواد له واقعيتونو ولس ته خبر ورکړم، په المان کې ډېرې شبکې لېواله دي چې له ما سره مرکه وکړي څو د افغانستان حقیقتونه بیان کړم؛ زه به خلک وهڅوم افغانستان ته راشي او دا ښکلی هېواد له نږدې وګوري.»

هغه زياته کړې، په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته د دغه هېواد زرګونو کسانو المان ته پناه وړې چې له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره چې د یادو افغان کډوالو له ډلې ښايي یو شمېر یې قبول شي او پاتې نور له دغه هېواده وتلو ته اړ شي.

عبدالرحمن راشد په ياده ليدنه کې ويلي چې اسلامي امارت له فتحې وروسته د بښنې فرمان عملي کړی او هيچا ته زیان او اذیت نه رسېږي.

هغه زياته کړې: «موږ د المان له حکومته غوښتنه کوو چې افغانان په جبري توګه ونه باسي، که هغوی په خپله خوښه راستانه شي، موږ به یې هرکلی او ملاتړ وکړو، په دې برخه کې د المان له حکومته د همکارۍ غوښتونکي یو.»

راشد ویلي چې اسلامي امارت د شريعت له اصولو سره سم کار کوي، هيڅکله د امير د حکم خلاف کار نه دی شوی او نه څوک ځورول شوي دي.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.