Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د وزلوبې سیالۍ د «یما پټرول» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

[restrict paid="true"]

مزارشریف (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): بلخ کې د وزلوبې سیالۍ چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د حاجي مقیم‌بای وزلوبې په لوبغالي کې پیل شوې وې، د «یما پټرول» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پای‌لوبه کې چې نن جمعه (د کب ۱۸مه) ترسره شوه، د وزلوبې ملي فدراسیون مشر، د بلخ ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو، ځینو ملي سوداګرو، د نورو لوبو د فدراسیونونو استازو، حکومتي او امنیتي چارواکو، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینه‌والو ګډون کړی و.

د پای‌لوبې لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي وو او په خورا ګرمو ولولو، د مینه‌والو په شور او هڅونو سره پیل شوه.

پای‌لوبه کې له یوې په زړه‌پورې او سختې سیالۍ وروسته د یما پټرول لوبډله وتوانېده چې د «۸ – ۱» امتیاز په توپیر د بغلان ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړي او د روان کال د وزلوبې سیالیو اتلولي وګټي.

د افغانستان د وزلوبې، نیزه‌بازۍ او سیمه‌ییزو لوبو فدراسیون مشر غلام سرور وایي چې یادې سیالۍ د وزلوبې ملي او نړۍوالو لوبو ته د غوره چاپندازانو پېژندنې په موخه پیل شوې وې او پایله کې یما پټرول لوبډلې د پنځه پر له پسې لوبو په ګټلو سره د دغو سیالیو اتلولي خپل کړه.

هغه زیاتوي چې دغه لوبې د هېواد شمال او شمال ختیځ نهو ولایتونو څخه د ۱۲ لوبډلو په ګډون لس ورځې مخکې د یما پټرولیم په مالي ملاتړ پیل شوې وې.

په همدې حال د دې لوبې یو شمېر لوبغاړي د دغو سیالیو ترسراوی د وزلوبې ودې لپاه مهم ګڼي او له حکومت او سوداګرو غواړي څو ملاتړ یې وکړي.

پهلوان اناربای وایي، د دغه ډول سیالیو ترسراوی مرسته کوي تر څو د وزلوبې لوبه وده وکړي او هم ځوانان وهڅېږي څو ملي او نړۍوالو لوبو ته تیاری ولري.

هغه له حکومتي مسوولینو او سوداګرو وغوښتل څو د دې لوبې له لوبغاړو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، پای کې لومړي مقام ته ۳۰ زره ډالره نقدي جایزه او یو موټر، دویم، درېیم او څلورم مقام ګټونکو لوبډلو ته د کپونو ترڅنګ یو یو موټر او زر زر ډالره نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

وزلوبه د افغانستان له سنتي او لرغونو لوبو ګڼل کېږي چې په ټول هېواد او ځانګړي توګه شمالي ولایتونو کې ډېر مینه‌وال لري.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.