Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د نارنج ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

[restrict paid="true"]

جلال اباد (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست لخوا د  نارنج ګل کلنۍ مشاعره د هېواد او کوزې پښتونخوا د شاعرانو او د شعر د زرګونو مينه والو په ګډون ترسره شوه.

دغې مشاعرې ته چې نن د کب په ۱۸مه، د جلال اباد ښار د سراج العمارت په بڼ کې ترسره شوه، د هېواد له مختلفو ولايتونو او کوزې پښتونخوا څخه شاعران، د شعر مينوال او چارواکي راغلي وو.

د مشاعرې په پیل کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ريیس قاري ساجد خوږياڼي وويل، دا دوديزه ملي مشاعره د شاعرانو د يوځای کېدو او ولس او په ځانګړي توګه د شعر مينوالو ته د تفریح لپاره ډېره ګټوره ده.

هغه زياته کړه، مشاعرې ته د هېواد د نوموتو شاعران سربېره د کوزې پښتونخوا يو شمېر شاعران هم را دعوت شوي او شاعرانو ته واک ورکړل شوی چې د اسلامي او ملي ګټو په رڼا کې له سانسور پرته خپل شعرونه خلکو ته وړاندې کړي.

د مشاعرې ګډونوالو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د وطن د مینې، له نظامه د ملاتړ او نورو حماسي شعرونو سربېره، عشقي او ذوقي شعرونه ولوستل. دغه راز په مشاعره کې، یو شمېر شاعرانو ترنمونه هم وکړل چې د مشاعرې د ګډونوالو له تودو ولولو سره بدرګه شول.

لیکوال او شاعر محمد هاشم غمشریک دا مشاعره یوه تاریخي او ارزښت لرونکې مشاعره یاده کړه او د ننګرهار له چارواکو یې مننه وکړه چې د مشاعرې لپاره یې ډېره ښه فضا جوړه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د نارنج ګل مشاعره له نیمې پېړۍ ډېر وخت کېږي چې ننګرهار کې هر کال ترسره کېږي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.